امنیت

د لغمان والي: په روان کال کې به لغمان د نشه يي توکو له کرکيـــلې څخه پاک وي

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٤  :
د لغمان والي وايي چې په روان کال کې به دغه ختيځ ولايت دنشه يي توکو له کرکيلې څخه پاک وي.
عبدالجبارنعيمي د دغه ولايت له قومي مشرانو، ځوانانو او د سولې او د عالمانو د شوراګانو له غړو سره په کتنه کې وويل چې د ده تر امر لاندې ادارې په لغمان ولايت کې د نشه يي توکو دکرکيلې د صفر کولو لپاره هلې ځلې زياتې کړې دي.
ده وويل: د لغمان ولايت د خلکو او په تېره بيا د ځوانانو او عالمانو په همکارۍ په دغه ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پروګرام ګړندى کوي.
نعيمي وويل: په لغمان کې د نشه يي توکو د کرکيلې آن د ډيرې لږې کچې شتون د دې سبب شو چې دغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزارت  د يومليون ډالري تشويقي مرستو څخه بې برخې شي .
له نشه يي توکو سره د مبارزې د چارو وزارت هر ولايت ته چې د کوکنارو کرکيله پکې صفر وي؛ په تشويقي ډول يو مليون ډالره ورکوي چې له دغو پيسوڅخه د هماغه ولايت د پرمختيايي پروژو په تطبيق کې استفاده وشي .
د لغمان والي د دغه ولايت له عالمانو، مشرانو او ټولو خلکو څخه وغوښتل چې له نشه يي توکوسره د مبارزې او د امنيت د تامينولو په لاره کې له سيمه ييزو مسوولينو او امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د دغې غونډې برخه والو د لغمان له والي سره ژمنه وکړه چې له نشه يي توکو سره د مبارزي او د امنيت د تامينولو په لاره کې به له خپلو امنيتي ځواکونوسره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته