
کابل، دغبرګولي٢٠مه، باختر
په دايکنډي کې پرون په يوه ترافيکي پيښه کې د يو بس موټر لس تنه سپرلۍ ووژل شوې او دوه نورټپيان شوې .
د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ د ترافيکي پيښو د څيړنې آمر رضا توحيدي باختر آژانس ته وويل؛ د دايکنډي د ميرامور ولسوالۍ په قوناق غاښي کې د يوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله د ښځو، ماشومانو او موټر چلوونکي په ګډون لس تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
ويل کېږي چې د دې موټر ټولې سپرلۍ د ميرامور ولسوالۍ د برګر سيمې اوسېدونکي وو چې کابل ته يې د سفر نيت درلود.
\ ذ