اقتصاد

په نورستان کې يو پل جوړيږي چې دغه ولايت له بدخشان سره نښلوي .

کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه

   په نورستان ولايت کې نن ديوه پله دجوړولو کار پيل شو .

 ويل کيږي دغه پل دشپږو يشتو مترو په اوږدوالۍ او د پنځو مترو په سور جوړيږي چې دنورستان ولايت مرکز  دبدخشان له ولايت سره ونښلوي .

  دنورستان والي محمد تميم نورستاني باختر اژانس ته وويل دغه پل دکليودبيا جوړولو  او پراختيا وزارت له خوا  ديو سلو نهه څلوييشت  زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي .

  ديوه اړونده خبر ځاى د څرګندونو له مخې  دنورستان ولايت اداره هلې ځلې کوي چې دپرمختيايي شوراګانو په همغږي  سره دنورستان ولايت د ټولنيزي اړتياوي  اوبيا جوړولو په خاطر پاملرنه وکړي .

 دنورستان والي زياته کړه دغه پل دنورستان دمرکز پارون  ښار  په مربوطاتوکې په  سوسوم کلي کې يو ډير ستر پل وي  او ددغه کلي  اوسيدونکو ددغي پروژي دتطبيق  له امله خوښي څرګنده کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته