امنیت

په دايکندي کې د ماين د چاودنې له امله د پوليسو يو سرتيرى ووژل شو

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٩
په دايکندي ولايت کې د ماين دچاودنې له امله دپوليسو يو سرتيرى شهيد او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه چاودنه پرون ناوخته دګجران ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت وشوه چې دافغان سرتيرو د سپرلۍ يو موټر به ايښودل شوى ماين وخوت.
د دايکندي دپوليسو ويندوى درمحمد حسني باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دپوليسو يو سرتيرى شهيد او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي دغو سرتيرو په دغه موټرکې دګجران ولسوالۍ امنيتي پوستوته خوراکي توکي ليږدول .
د دايکندي دپوليسو ويندوى وويل چې ټپي سرتيرى د درملنې لپاره دهليکوپټر په واسطه دقندهار ښارته ليږدول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته