خبرونهټولنه

په خوست کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه محافظوي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د کب ۱۷مه، باختر

د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ کې د یوه ګبیوني محافظوي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ په تور کاڼي سیمه کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي یوه ګبیوني محافظوي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

هغه زیاته کړه چې په یاده پروژه کې د سیمې ۵۶ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

هېره دې نه وي، چې پرون هم دې ته ورته د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۱۴۱ زره ډالرو په لګښت د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه ګبیوني محافظوي دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې وې.

د یادو ګبیوني دېوالونو د رغولو موخه د سیمې د کورونو او کرنیزو ځمکو د سېلابونو له زیانونو څخه مخنیوی بلل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته