کابل باختر دليندى ٢٣:
دلوګر ولايت پوليسو پرون ناوخته ديوې ښځې او ديوه سړي مړي ترلاسه کړل .
دغه مړي دمحمداغې ولسوالۍ دمنګليانو دزيد اباد دکلي په يوه کنډواله کې ترلاسه شول .
دمحمدآغه ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالوکيل صديق يار دباختراژانس خبريال ته وويل : ترلاسه شوي مړي دلوګر اوننګرهار د ولايتونو داوسيدونکو کوچيانو و اوښايي دنامشروعو اړيکو له امله دهغوى دخپلوانو له خوا وژل شوي وي .
صديق يار زياته کړه: مړي اوس دنايب امين الله خان لوګړي په روغتون کې دي خو لاتراوسه دهغوى خپلوان روغتون ته نه دي ورغلي .
دا په داسې حال کې ده چې يوه مياشت مخکې هم دمحمد آغې په ولسوالۍ کې ديوې ښځې مړى ترلاسه شوى و .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغو قضيو په اړوند تراوسه څوک نه دى نيول شوى
2 1 دقیقه لوستل