خبرونهټولنه

په خوست کې د څښاک اوبو ۳ شبکې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې 

کابل، د کب ۱۵ مه، باختر

د خوست د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د څښاک اوبو ۳ شبکې د شاوخوا ۱۳،۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د خوست د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست ترچترلاندې د NCA موسسې په مالي ملاتړ او د COAR موسسې په همکارۍ د یاد ولایت د مرکز اړوند متون کوټکي، پاس پیرانو، اسمعیل خېلو او د مندوزیو ولسوالۍ اړوند کوچا خېلو کلي کې د ۱۳ میلیونه ۴۰۹ زره ۲۴ افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د ۳ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یادونې وړده، چې د یادو شبکو په بشپړېدو سره ۵۷۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته