سیاست

داجرائیه ریاست لومړي مرستیال د ملي پیوستون د کار کوونکو وژنه په سختو ټکو وغندله

کابل باختر د غبرګولي دولسمه
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان په بلخ ولایت کې د ملي پیوستون د پروژې د کا رکوونکو وژنه په سختوټکو وغندله او دغه عمل يې د سولې ، وطن او ګران هیواد د پرمختګ د دښمنانو کار وباله .
د سولې اود هیواد دښمنانو تېره شپه په دووبجو د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې د ملي پیوستون پردفتربریدوکړ اود ملي پيوستون دیوې ښځینه کار کوونکي په شمول دغه کسان چې له کروندګرو سره يې په بېلابېلو برخو کې مرستې کولې په ډیره بې رحمانه توګه ووژل.
لومړي مرستیال زیاته کړه، دسولې او وطن دښمنانو یو ځل بیا هیواد والو او نړیوالو ته وښوده چې دوی پرښځواوملکي وګړوهیڅ رحم نه کوي اوخپل وحشت يې یوځل بیا راڅرګند کړ.
انجینیر محمد خان وویل د افغانستان د خلکو دښمنان باید په دې پوه شي چې افغانانود سولې، پرمختګ او سوکالۍ په خاطرچې کومه لاره غوره کړې ده له هغې به یې هیڅوک هم را ونه ګرځولای شي.
په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال په دغه پېښه کې د وژل شویوکسانوکورنیوته د جمیل صبراو د دې پېښې دعاملينود ډيرژر نیولو په اړه اړوندو مسؤلینوته لازمې لارښوونې وکړې ترڅو دغه جنایت کاران دقانون منګولوته وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته