کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دبلخ ولايت په خلم ولسوالۍ کې داغا خان دبآنک دنمايندګي درې تنه ساتوونکې تيره شپه ديوه غله له خوا ووژل شول .
دبلخ ولايت دخلم ولسوال سيد ابرار باختراژانس ته وويل، غله دبانک ددروازې ساتوونکي په جارحه وسلې سره وواژه اوبانک ته ننوت او دوه تنه نور ساتونکي يې هم ووژل .
ابرارزياته کړه: غل په دې بريالى شو چې دبانک سل زره امريکايي ډالره لوټ کړي اوبانک ته اور واچوي .
خبرځاى زياته کړه، دپيښې عامل له سيمې څخه تښتيدلى دى او دبانک دساتوونکو قوماندان دپوليسو له خوانيول شوى دى .
ويل کيږي چې دخلم ولسوالۍ دمزارشريف ښار په پنځه پنځوس کيلومتري واټن کې ده او کله نا کله دوسله والو غلاو دپيښو ډګر دى .