امنیت

په کونړ کې دداعش په روزنيز مرکز بمباري وشوه

کابل باختر د  ثور  څوارلسمه :
په کونړ ولايت کې دداعش په روزنيز مرکز هوايي بمباري وشوه او دهغې عمومي مسوول  چې يو ازبکستاني  تروريست و  ووژل شو .
  په کونړ ولايت کې دملي اردو يوه جګپوړي مسوول  باختراژانس ته وويل  چې دغه روزنيز مرکز دچپې درې په ولسوالۍ کې  موقعيت درلود.
ده وويل ددغه هوايي بريد له امله درې څلويښت تنه داعشيان ووژل شول چې په وژل شويو کسانو کې پاکستاني او ازبکستاني اتباع هم شامل دي .
ده وويل دالقاعده پخوانى غړى دازبکستاني تروريستانو مسوول اسمعيل چې  له داعش سره يوځاى  شوي و هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته