خبرونهټولنهTOP

په تېره اوونۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي

کابل، د کب ۱۱مه، باختر
د تېرې اوونۍ په بهير کې شاوخوا ۱۰۰ راستنې شوې کورنۍ، په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه وزارت په مشرۍ، د ټرانسپورټ کمېټې له لورې د تېرې اوونۍ په بهير کې له تورخم او سپین بولدک څخه ۹۴ راستنې شوې کورنۍ چې ۵۲۴ تنه کېږي؛ په وړیا ډول کندهار، هرات، لغمان، کابل او نورو ولايتونو ته لېږدول شوې دي.
هېره دې نه وي چې ‏د یادې کمېټې لخوا تر اوسه پورې، ۱۰۵ زره ۴۴۰ راستنې شوې کورنۍ له تورخم او سپین بولدک څخه بېلابېلو ولایتونو ته په وړیا او خوندي ډول لېږدول شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته