سیاست

جمهور رئیس غني په هرات کې د هلمند له مشرانو او استازو سره وکتل

-کابل باختر د کب د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهور رئیس محمداشرف غني پرون د هلمند ولایت له یو شمېر مشرانو، استازو او متنفذینو سره چې د ټاپي پروژې د کار د پیل د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ته راغلي وو، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په پیل کې د هلمند والي حیات الله حیات جمهور رئیس او ټولو افغانانو ته په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پیل مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د هلمند ولسونه په ټول قوت د دې پروژې د تطبیق ملاتړ کوي.
ورپسې د هلمند د ولایتي شورا منشي حیات مایار له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه، چې د ټاپي مهمه پروژه یې له خیال او تصور څخه په عمل بدله کړه.
هغه همدارنګه د پولیسو د تشکیل د کمبود، د ښاري ماسټرپلان، د ځمکو د غصب، د پلونو د جوړولو، د روغتون د تجهیز، د کوکنارو د کښت د مخنیوي، د معارف او نورې ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.
د دوی د معلوماتو او څرګندولو له اورېدو وروسته جمهور رئیس غني ټاپي پروژې څخه د هلمند د مشرانو او ولسونو د ملاتړ مننه وکړه او د دغې پروژې د تطبیق په برخه کې یې د مشرانو او ولسونو ملاتړ مهم وباله.
هغه زیاته کړه، د دویم کجکي له بشپړولو او په هلمند ولایت کې د اوبو مدیریت سره به د برېښنا د تولید ترڅنګ د اوبو کچه هم زیاته شي.
جمهور رئیسی د هلمند والي ته لارښوونه وکړه چې د دغه ولایت مشرانو سره دې کابل ته راشي او د وزارتونو او ادارو له مسوولینو سره دې د ده په حضور کې خپلې ستونزې شریکې کړي، چې د امکاناتو  په رڼا کې ورته اساسي حل لارې ولټول شي.
جمهور رئیس غني وویل، د هلمند رخام او نورو صادراتو ته باید بازارموندنه وشي او په هلمند کې شته امکانات او فرصتونه به د ولسونو په همکارۍ د منظمو برنامو له لارې د ګټه اخیستنې وړ وګرځي.پاى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته