خبرونهورزش

په تخار کې د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر

د تخار د فدراسیون ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د تخار- بدخشان چاپندازانو ترمنځ د وزلوبو پیل شوې سیالۍ له دوو ورځو وروسته پای ته ورسېدې.

د مسوولینو په وینا دغه سیالۍ د تخار- بدخشان چاپندازانو ترمنځ د ورورولۍ د رامنځته کولو په موخه په کلفګان ولسوالۍ کې د غبرګولي په ۲ مه نېته پیل شوې وه، چې له یو شمېردولتي مقاماتو او ننداره چیانو په شتون له دوو ورځو وروسته پای ته ورسېدې.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د تخار د کلفګان ولسوالۍ د یوتن آس لرونکي پهلوان برزو له لوري او د تخار د فدراسیون رییس حاجي عسکرخان ناصري په مشرۍ د چاپندازانو د هڅونې او د هغوی ترمنځ د ورورولۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته