کويټى ښار – دان – باختر د مرغومې دمياشتې ٤
د پاسکتان د بلوچستان ايالت په مرکزکويټې ښار په يو ګڼ ميشت بازارکې د چاودنې له امله څه ناڅه ٣٨ تنه ټپيان شول .
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ:
دغه چاودنه د کويټې ښار د (پرنس رود) په سيمه کې پرون نا وخته رامنځته شوه.
د پوليسو د څرګندونو له مخې: دغه چاودنه په يوه بايسکل کې د يو بم زيږنده وه.
تراوسه پورې د دغې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ