خبرونهټولنه

په تخار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۸ کلنه شخړه حل شوه

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
په تخار کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وايي چې د یاد ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ۸ کلنه شخړه هواره شوه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو مولوي غلام نبي صمیم وویل چې دغه شخړه د مرکز شبرغان ښار اته کاله وړاندې رامنځته شوې چې د یاد ریاست په هڅو او د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوه.
صمیم زیاته کړه چې په دغه شخړه کې له یوې خوا یو کس وژل شوی هم و.
ورته مهال دیني عالمانو او قومي مخورو په دغه ولایت کې د شخړو په هواري کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د هڅو ستاینه وکړه.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د کورنیو او قومونو ترمنځ رامنځته شوې سلګونه شخړې هل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته