تاشکند باختر دوږي دولسمه :
د ازبکستان جمهور رييس اسلام کريموف وفات شو .
د رويټرز خبري آژانس دغه خبر د دريو ديپلوماتيکي خبر ځايونو له خولې خپور کړ .
د ايرنا د خبري سايټ دخبرله مخې:
د ازبکستان کابينې څو شيبې مخکې په يوه لنډه وينا کې اعلام وکړ چې د اته اويا کلن کريموف روغتيايي حالت په تيرو څليرويشتوساعتوکې مخ په خراب والي دى.
د کابينې په وينا کې په دې بيان سربيره چې کريموف د تيرې شنبې له ورځې راپديخوا او د ماغزو له دريدو وروسته په روغتون کې بستر دى؛ اشاره شوې ده چې ډاکترانو د ده روغتيايي حالت خراب بللى دى .
د فرانسې دخبرې آژانس دخبر له مخې، په ازبکستان کې په مخالفانو پورې اړوند د فرګانا خبري سايټ د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په سمرقند ښارکې د کريموف د ښخولو مقدمات د بشپړتيا په حال کې دي او د دغه ښار دمرکز ځينې سيمې په همدې موخه تړلې شوې دي .
په وروستيوکلونوکې د کريموف له نامساعد روغتيايي حالت سره سره، ده دځان لپاره هيڅ ځاى ناستى نه دى ټاکلى او ځينې کتوونکي اټکل کوي چې دغه هېواد به د قدرت پرسر له شخړې سره مخامخ شي .
کريموف له ١٩٨٩ميلادي کال راپديخوا په ازپکستان کې د قدرت په ګدى ناست و .
ده لومړى د کمونست ګوند د مشر په توګه او په ١٩٩١ ميلادي کال کې د پخواني شوروي جمهوريتونو اتحاد له ټوټې ټوټې کيدو وروسته د ازبکستان د جمهور رييس په توګه په ديکتاتوري بڼه په دغه هېوادکې حکومت کړى دى .
0 1 دقیقه لوستل