خبرونهاقتصادټولنه

په بلخ کې د اوبو ۱۰ کوچني بندونه جوړېږي

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده بلخ ولایت د سفر پرمهال په دغه ولایت کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ چکډېمونه ( د اوبو کوچني بندونه) د جوړولو چارو د پیل پرانیسته وکړه.

د یادو بندونه د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړیدو سره به يې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده، د بلخ ولايت مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس، د البرس ولسوالۍ ولسوال مولوي سیف الله معتصم، د دغه ولايت د کليو، بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي یار محمد شبیر، د سیمې دیني عالمانو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د یاد وزارت له لوري په یو شمېر ولایتونو کې د سلګونو دې ته ورته بندونو د رغولو چارې پیل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته