کابل باختر دلړم اتلسمه :
دننګرهار ولايت دبهسود ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن دماين دچاودنې له امله يو ماشوم شهيد او څلور تنه نور ټپيان شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل: دغه ماشومان ښوونځي ته روان و ، چې چاودنه وشوه .
مشرقي وال وويل چې چاوديدونکي توکي په يوه زرنج موټرسايکل کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
ددغې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چاپه غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ