کابل، د چنګاښ٢٥مه، باختر
د بغلان د پلخمري ښار په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ٨ تنه وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د پلخمري- سمنګانو په لويه لاره د خواجه الوان د ميدان د حدبخشي په سيمه کې له يو ټيلري موترسره د يوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوه چې په پايله کې ٨ تنه ووژل شول او ١١ نورټپيان شول. د بغلان د ولايتي روغتون يو مسوول ډاکټرعاشق الله وزيري د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
د بغلان د ترافيکو لوى مدير قاري محمد نذير عابد د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالى وباله.
\ ذ