سیاست

افغانستان او اذربایجان په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پنځه موافقه ليکونه لاسلیک کړل

کابل باختردليندۍ دمياشتې ١١نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اذربایجان جمهور رئیس الهام علي اوف پرون د اذربایجان له پلازمېنه باکو کې زاکولبا ماڼۍ کې سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو د اسیا زړه – استانبول پروسې اوومې ناستې بریالي ترسره کېدو، په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د فرصتونو په اړه د پانګونې د تضمین برابرولو، په ساختماني برخه کې د همکاریو او تعمیراتي موادو او د کانونو را اېستلو په ځانګړي ډول د تيلو او ګاز، مرمر ډبرو، اوسپنې، مس او سروزرو په اړه خبرې وکړې.
په همدې ترتیب د ټرانسپورټ، کرنې، دپومبې تولید او د ګډې پانګونې په خاطر د افغاني او اذري کمپنیو د مشارکت په اړه بحث او خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د استازو کاري ګروپونه د هغه د تطبیق په خاطر خپل کارونه پیل کړي.
د اذربایجان جمهور رئیس وویل، د افغانستان د جمهور رئیس لیدلوری کولای شي په دې هېواد کې اصلاحات چټک کړي او زه خوښ یم چې زموږ د همکاریو یوه برخه د اصلاحاتو په ځانګړي ډول د عامه سکتور په برخه کې ده.
هغه په اقتصادي، ترانزیت، ټرانسپورټ او انرژۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو د لوی ظرفیت یادونه وکړه او زیاته یې کړه، موږ دوه دوست، همکار او شریک هېوادونه یوو او په بین المللي سازمانونو کې د یو بل دهېوادونو ملاتړ کوو.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره دهراړخيز ملاتړ په خاطر د اذربایجان جمهور رئیس او حکومت څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: په بېلابېلو برخو کې ستاسو له تجربو په ځانګړي ډول د اسان خدمت برنامې له لارې د عامه خدماتو وړاندې کول چې زموږ لپاره مهم دی ، استفاده به وکړو.
د دې کتنې په پای کې د جمهوررئیس غني اود اذربایجان د جمهوررئیس په حضور کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پنځه موافقه ليکونه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شول.
اقتصادي او سوداګریزه برخه کې موافقه ليک د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزیر شاهین مصطفی یف لاسلیک کړ.
دغه راز د هېواد د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزیر شاهین مصطفی یف د متقابلې پانګونې د ترویج په برخه کې د همکارۍ موافقه ليک لاسلیک کړ.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر ایلمار محمد یاروف د امنیت او قانون د تطبیق په برخه کې موافقه ليک لاسلیک کړ.
د لوړو زده کړو او پوهنې په برخه کې د همکارۍ موافقه ليک هم د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړ.
دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ موافقه ليک د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر ایلمار محمد یاروف لاسلیک کړ.
د یادو موافقه ليکونو له لاسلیکولو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د اذربایجان جمهوررئیس الهام علی اوف، په یوه ګډ خبري کنفرانس کې حضور وموند.
لومړی د اذربایجان جمهوررئیس خبرې وکړې او د اسیا زړه ناسته کې یې د ګډون په خاطر د جمهوررئیس غني څخه د نوموړي د بلنې د منلو له امله مننه وکړه او د افغانستان د انکشاف په برخه کې یې د جمهوررئیس غني د لیدلوري او برنامو د ستایلو ترڅنګ وویل: زه ډاډمن یم هغه اصلاحات چې دې ښاغلي د افغانستان د انتقال او انکشاف په خاطر پیل کړي دي ښې پایلې به ولري.
هغه وویل: هغه موافقه ليکونه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شول او د دې موافقه ليکونو د تطبیق په خاطر د کاري ډلې د جوړولو او دغه راز اقتصادي همکاریو او د اصلاحاتو اړوند مسایل د دې سبب ګرځي چې خپلو هدفونو ته ورسیږو.
د اذربایجان جمهوررئیس دېته په اشارې چې اذربایجان د یوه دوست او شریک په څیر ویاړي چې اوږه په اوږه د افغانستان تر څنګ دی، وویل: د هغو مهمو موضوعاتو په اړه چې له جمهوررئیس غني سره پرې خبرې وشوې، دا وو چې څه ډول کولای شو دوه اړخیزه سوداګري زیاته کړو. دغه راز مو په افغانستان کې د اذربایجان د دولتي او خصوصي کمپنیو د پانګونې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
الهام علی اوف د دې ترڅنګ چې د لاجوردو لار د دواړو هېوادونو او سیمې د ودې او اقتصادي انکشاف لپاره مهمه وبلله وویل، زموږ د هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ شبکې جوړول مهم دي.
جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې د اذربایجان د حکومت او خلکو د مېلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ وویل، اذربایجان یو مسوول شریک دی او د لاجوردو لارې په پرانېستلو سره چې د اذربایجان د جمهوررئیس د هڅو له امله یې تحقق وموند، د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا ته د افغانستان لاسرسې زیاتوي.
جمهوررئیس د دواړو هېوادونو اړیکې پخوانۍ او ښې وبللې وې ویل افغانستان به په بین المللي برخه کې د اذربایجان د موقف او طرحو ملاتړ وکړي او له دې امله چې د بروکسل په کنفرانس کې مو د ناټو په چوکاټ کې د اذربایجان د پرسونل د شمېر زیاتوالی اعلام کړ، مننه کوم.
جمهوررئیس غني په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له امله د اذربایجان د جمهوررئیس د تياري داعلام په اړه وویل چې د افغانستان او اذربایجان خلک عمده شریکان وو او شریکو ګټوته ارزښت ورکوي.
هغه زیاته کړه د کارپیدا کولو، صنعت او عامه خدمتونو په ځانګړي ډول د تيلو او ګازو د راايستلو په برخو کې ستاسې د تجربو څخه ګټه اخېستنه زموږ لپآره مهمه ده، ځکه چې افغانستان په داسې حالت کې قرار لري لکه اذربایجان چې له جنګ او ننګونو وروسته قراردرلود.# پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته