خبرونهفرهنګ

په بغلان کې فرهنګي فعاليتونه مخ په ښه والي دي

کابل/ د سلواغې ٢٣ / باختر:
د افغانستان د اسلامي امارت په برياليتوب سره په بغلان کې فرهنګي فعاليتونه او د بيان آزادي د ښه والي او پراختيا په حال کې دي .
دغه ټکى نن د بغلان يو شاعر او فرهنګي علي مدد عرفان د باخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې څرګند کړ.
هغه وويل؛ د اسلامي امارت په برياليتوب سره په هېواد کې فرهنګي فعاليتونو ته ښه شرايط برابر شوي دي .
هغه زياته کړه د شاعرانو د شعري ټولګو په چاپولو سره چې په دې وروستيو وختو کې يې مخ کتنه شوې ده دهېواد د شاعرانو او ليکوالانو د هڅونې او هيله مندۍ سبب شوى دى.
د بغلان ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د ګرځندوى آمر عبدالبشر اظهر دعلي مدد عرفان د څرګندونو په تائيدولو سره زياته کړه، د اسلامي امارت له بريا وروسته په بغلان کې د فرهنګي فعاليتونو زمينه برابره شوې ده او د مشاعرې او د شعري ټولګو د چاپولو په ګډون د فرهنګي غونډو د جوړولو په لاره کې لازمې فرهنګي هلې ځلې شوي دي .
د ګرځندوى آمر زياته کړه؛ د مشاعرې او د دوو شعري ټولګو په مخ کتنې برسيره د فرهنګي چلنجونو او ستونزو د حلولو په اړه دعالمانو او د پوهنتون د استادانو او فرهنګيانو په ګډون پراخې غونډې هم جوړې شوي دي.
د ګرځندوى آمر د فرهنګي چارو په ساتنه کې د دغې ادارې د هدفونو او کاري پروګرامونو په اړه څرګندونې وکړې او زياته يې کړه چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې د بغلان ولايت د ١٤ ولسواليو د عالمانو غونډه جوړه شي او په دې غونډه کې به د ناوړو فرهنګونو په اړه خبرې وشي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته