امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان دقندهار په ميوند ولسوالۍ کې ووژل شول

کابل باختر  دتلي نولسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې دملي اردودکوماندو دځواکونو دعملياتوپه بهير کې ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ ، په دغو عملياتو کې چې دمخالفينو او ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، شپږ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان او درې تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه  اندازه مهمات او نور سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې ، شپږ تنه وسله وال طالبان دفراه ولايت دبالابلوک ،دهلمندولايت دګرشک او دپکتيکا ولايت  دبرملي  د ولسواليو په مربوطاتو کې د ملي اردو دځواکونودعملياتو په  بهير کې  ووژل شول او اووه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
ددغو عملياتو په  بهير کې ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات  او چاوديدونکي توکي هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته