خبرونهټولنه

په بغلان کې د بهرنيو مرستندويو موسسو کارکوونکو ته کاري شرايط برابر شول

کابل / د لړم ١۴مه / باختر

په بغلان کې د امنيتي شرايطو په برابرولو سره بهرنيو اتباعو ته په مرستندويو موسسوکې د کار زمينه برابره شوې ده.

د بغلان والي ملا نثاراحمد نصرت باختر آژانس ته وويل چې په هېواد کې د اسلامي امارت په برياليتوب سره امنيتي ګواښونه په بشپړ ډول لرې شوي دي او د دغه ولايت په ګوټ ګوټ کې د بشري او پرمختيايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پيل شوی دی.

د بغلان والي زياته کړه چې د افغانستان اسلامي  امارت مسوولين هلې ځلې کوي چې په بغلان کې مرستتدويو موسسو ته د فعاليت زمينه برابره کړي او د بهرنيو اتباعو شتون چې د مرستتندويو موسسو غړيتوب لري، مهم او ضروري دى او بهرني اتباع دې له کومې اندېښنې پرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته