کابل / باختر/ د وږي١٣مه
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
د لوړو زده کړو وزارت د هېواد د خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونو د طبي څانګو د ارزونې د پايلې په اړوند، خبر ورکوي چې د طبي خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونو ارزونه په ١٣٩٧ کال کې ترسره شوه او وروسته د يادو بنسټونو د ارزونې د رپوټ په اړوند د هېواد د کابينې په غونډه کې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د خصوصي طبي لوړو زده کړو د شپږو موسسو د طبي څانګو د فعاليت جواز چې په ډېره کمزوره کټګورۍ کې دي؛ لغوه کړاى شوى دى. له همدې امله د لوړو زده کړو د دغو بنسټونو د طبي څانګو فعاليت قانوني مشروعيت نلري او د لوړو زده کړو وزارت ته اعتبار نلري.
دغه راز د خصوصي لوړو زده کړو د هغو شلو بنسټونو له جملې څخه چې طبي څانګې يې په کمزوره کټګورۍ کې دي؛ د اتو تحصيلي بنسټونو طبي څانګې د هغوى د کمزورو ټکو له اصلاح څخه وروسته له وضع شويو معيارونو سره سم بيا ارزول شوي دي او د ارزونې پايله يې د خبرو په موخه د جمهوري رياست د دفتر رياست د کابيني د چارو دسمون رياست ته لېږل شوې ده چې په دغو بنسټونوکې په ١٣٩٨ تحصيلي کال کې د مني سمستر د کانکور آزمويني د اخيستلو په باب د کابيني له پرېکړې وروسته به تصميم ونيول شي.
دغه راز دخصوصي طبي لوړو زده کړو د ١٢ بنسټونو طبي څانګې چې په کمزوري کټګورۍ شاملې دي؛ تر اوسه بيا نه دي ارزول شوي او د هغوى تر بيا ارزونې پورې د ١٣٩٨ تحصيلي کال د پسرلي او مني په سمسترونوکې په طبي څانګو کې د محصل د جذب حق نلري .
له همدې امله د هېواد د ليسو د دولسمو ټولګيو له هغو فارغانو څخه چې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو په طبي څانګوکې د لوړو زده کړو ليوال دي، هيله لرو چې يادو شويو مواردو په پام کې نيولو سره چې د هېواد د کابيني د پرېکړې پر بنسټ ورته اشاره وشوه؛ د دغو بنسټونو د اړوند جدول په ملاحظې سره د لوړو زده کړو موسسو په طبي څانګو کې چې د جذب حق نلري؛ له نوم ليکني څخه ډډه وکړي. له دې پرته راتلوونکى مسووليت به خپله د هغوى په غاړه وي.
پاى ذ
1 2 دقیقې لوستل