خبرونهاقتصادټولنهټکنالوژي

په بدخشان کې پنځه مخابراتي سایټونه جوړ او شپږ مخابراتي ټاورونه بیا ورغول شول

کابل، د سلواغې ۷مه، باختر

د بدخشان په ګڼو ولسوالیو کې مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه، پنځه مخابراتي سایټونه جوړ شوي او شپږ مخابراتي ټاورونه بیا رغول شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي، نن په خپله (اکس) ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: د بدخشان په مرکز او د دغه ولایت په وردج، یفتل، شغنان ولسوالیو او همدا رنګه د کوچني پامیر او لوی پامیر په سیمو کې د مخابراتي ستونزو د حل او خلکو ته د باکیفیته انټرنټي او مکالماتي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه د «افغان ټلیکام» شرکت د سلام او افغان بیسیم مخابراتي شبکو له لوري پنځه مخابراتي سایټونه نصب او فعال شوي دي.

الکوزي زیاته کړې چې د یاد ولایت په درایم، وردوج، نیشکان، یاوان او خواهان ولسوالیو کې د «افغان ټلیکام» مخابراتي شرکت د انجنیرانو د هڅو په پایله کې، د سلام مخابراتي شرکت یو شمېر غیر فعال مخابراتي سایټونه او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت شپږ زیانمن شوي سایټونه بیا رغول شوي چې اوس په عادي ډول خلکو ته مخابراتي او انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي.

هېره دې نه وي چې د بدخشان په لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو کې د خدمتونو رسولو په موخه د «ټي.ډي.آف» لسمې پروژې سروې هم ترسره شوې او د ولایت مقام، مستوفیت، امنیه قوماندانۍ او د پوهنتون ریاست له نوري فایبر سره نښلول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته