امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
اووه تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه وسله وال طالبان هغه ووژل شول او ټپيان شول  چې په قيصار ولسوالۍ کې
په  يو واټ  کې ديو ماين دځاى پر ځاى کولو بوخت وو.
دفارياب دوالي ويندوى جاويد بيدار باختر آژانس ته وويل:  طالبانو غوښتل يو ماين دقيصار ولسوالۍ په شاخ ساحه کې ښخ  کړي چې ماين وچاوديد اوله امله يي دملا ابراهيم او ملا ظريف په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې :  طالبانو دالمار ولسوالۍ په بازار په يو وسله وال بريد سره يو ملکي وګړى شهيد او اووه  تنه نور ملکي وګړي ټپيان کړل.
ديو اړونده خبرځاى  دڅرګندونو له مخې :  طالبانو دالمار ولسوالۍ دپوليسو په پوستي بريد وکړ چې دپوليسو د مقاومت  په نتيجه کې  دمعاذ الله او نعمت الله په نومونو دوسله والو طالبانو دوه تنه سرګروپان سخت ټپيان شول چې  له ساحې څخه دتيښتې په وخت کې د دغې ولسوالۍ په بازارکې دپيکا په ډزو سره  يو ملکي وګړى شهيد کړ او اووه تنه نور ملکي وګړي يې ټپيان کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته