کابل / د سلواغې ۲۲مه /باختر
د بدخشان ۸۸۰ بې وزلو او مصیبت ځپلو کورنیو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د آمریت په همغږۍ د چین له مرستو برخمنې شوې.
د باخترآژانس د خبریال د خبر له مخې، د بدخشان د والی مرستیال مولوي نثاراحمد احمدي د دغو مرستو د وېشلو په بهیر کې د بدخشان له مصیبت ځپلو او بیځایه شویو کورنیو سره د چین له مرستو او همکاریو د قدردانۍ ترڅنګ وویل د دې اړتیا ده چې وزارتونه په تېره بیا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بدخشان خلکو ته د مرستوو په برخه کې چې د وروستیو وچکالیو له امله زیانمن شوي، په لومړیتوب کې ونیسي.
هغه وویل د بدخشان خلک د نورو ولایتو په نسبت زیات بې وزلي دي، چې په خپل وخت او عاجلو مرستوته اړتیا لري.
د بدخشان د مهاجرینو او راستنېدونکو د چارو آمر مولوي محمدیونس جهادمل وویل: پر هرې کورنۍ یوه ۵۰ کیلویي بورۍ وریجې وېشل کېږي.
د یادونې وړ ده چې چین پخوا هم په ۲۰۰۰ بې وزلو کورنیو ژمنۍ جامې وېشلې وې.
ج-ا