کابل باختر دثور دمياشتې ٢٦ :
د بدخشان ولايت د جرم او وردوج په ولسواليوکې د وروستيوجګړوله امله له ٤٧٥ بېځايه شويو کورنيو سره د (يو.ان. اچ. سي. آر) د موسسې له خوا د خوراکي توکو او د لګښتي مالونو مرسته وشوه .
د بدخشان ولايت وياند احمدنويد فروتن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو خوراکي توکو او لګښتي مالونوکې صابون، د ګازو ډبي، کمپلې، ترپالونه، د اوبو بوشکې، دپخلنځي وسايل، د اوبو سطلونه او دغه راز اوړه، غوړي، نخود، بسکويټ او مالګه شته چې د مهاجرينو د راستنولو د چارو د رياست په همکارۍ په دغو دوو ولسواليوکې د وروستيو جګړو له امله په ٤٧٥ مستحقو بېځايه شويو کورنيو وويشل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ