بامیان / د چنګاښ / ۲/ باختر
په بامیانو کې یو واټ وروسته له کریړ اچولو پرانیستل شو.
دغه واټ د شپږ مترو په اوږدوالي، د نعل شیره کلي د بامیانو ښار د شهیدانو دروازې سره نښلوي .
د فواید عامې وزارت وایی چې د دغه واټ په دواړو لورو کریړ اچول شوی دی او ویالې او څو پلګوټي هم د دغه واټ په ټګلوري کې جوړ شوي دي .
د بامیانو اوسیدونکي د دغه واټ له جوړېدو هرکلی وکړ او په دغه ولایت کې د واټونو د جوړولو بهیر د چټکتیا غوښتونکي شول .
سعیده .