کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٥ :
د بغلان ولايت د ملي امنيت د رياست موظفينو نن دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول.
د بغلان ولايت د ملي امنيت رئيس د باختر آژانس خبريال ته وويل : په پلخمري ښار پورې اړوندد ششصدکوټي دوه تنه اوسيدونکي د نشه يي توکو د پيرودنې او پلرونې په وخت کې د دغه رياست د کشفي ځواکونوله خوا ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: له نيول شويوکسانو څخه له څلوروکڅوړو چرسو سره اووه کيلوګرامه اپين ترلاسه شوي دي.