بامیان/ د سلواغۍ/ ۲/ باختر
د بامیانو په مرکز کې د رمان اواره کتاب کره کتنه او مخ کتنه وشوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې ، دغه کتاب د قدیر احمد شیر زاد اثر دی چې د رمان اواره په نامه په ٣٩٠ مخونو کې په ١٠٠٠ ټوکو په تیراژ چاپ شوې دی.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د بامیانو په مرکز کې جوړه شوې وه د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اسحق موحدي رمان اواره په ټولنه کې یو علمي او ارزښناک اثر ياد کړ او ځوانان یی په ټولنه کې فرهنګي اولیکوالۍ کارونوته وهڅول .
پای/ سعیده