کابل باختر د ثور نولسمه :
پنځه تنه داعشيان دجوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې تيره شپه دافغان هوايي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر باختر اژانس ته وويل چې دغه بريد د درز اب ولسوالۍ په شتر درې کلي دداعشيانو په سنګرونوترسره شوي دي چې له امله يې پنځه تنه داعشيان ووژل شول او د دريوتنو بهرنيانو په ګډون اووه تنه نور يې سخت ټپيان شول .
شل ورځې مخکې هم په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په سنګرونو د هوايي بريد له امله د دريو تنو بهرنيانو په ګډون شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپاړلس تنه نوريې ټپيان شول .
ختم – عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ