خبرونهاقتصادټولنه

په بادغیس کې په لس هکتاره ځمکه کې د پستې ځنګل د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۴ مه، باختر

د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې په ۱۰ هکتاره ځمکه کې د پستې ځنګل د جوړولو چارې د پیل خبرورکړی دی.

د بادغیس د کرنې، اوبولګولو اومالداری ریاست د طبیعي منابعو آمریت دخپلو پخوانیو فعالیتونو په دوام او د اهدا دفتر په مرسته د یاد ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې په لس هکتاره ځمکه کې د پستې ځنګل د رغولو چارې پیل کړې او په دې برخه کې د ۴ مترو په اوږدوالي ، د ۷۰ مترو په سور او د ۴۰ سانتي مترو په ژورتیا د ۲۵۰۰ ترنج د کیندلو چارې او د پستې تخمونه کرل کېږي چې په دې سره څه ناڅه ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د بادغيس د پستې طبيعي ځنګل شاوخوا (٩٠) هکتاره ځمکه لري، چې د یاد ولایت د کرنې رياست له خوا ساتل کېږي چې هر کال ترې عوايد راټولېږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته