ټولنه

دژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي اداره له خلکو څخه غواړي چې له ککړتيا څخه دځمکې په پاک ساتلو کې دې هڅه او هاند وکړي .

کابل باختردثور  دويمه :
نن دثور دمياشتې دويمه دځمکې له نړيوالې ورځې سره  برابره ده ، دژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي اداره ديوې اعلاميې په خپرولو سره له ټولو هېوادوالو څخه غواړي چې له ککړتيا څخه دځمکې په پاک ساتلو کې دې هڅه او هاند وکړي .
  دباختراژانس دخبرله مخې : په دې اعلاميه کې ويل شوي دي دثور دمياشتې دويمه چې داپريل دمياشتې له دوه ويشتمې نيټې سره سمون خوري ، دځمکې له نړيوالې ورځې سره او ددغې تاريخي ورځې له نمانځنې سره برابره ده .
سږ کال دځمکې نړيواله ورځ دملګروملتو دسازمان له خوا د اقليم او دژوندانه دچاپيريال دپوهې تر شعار لاندې انتخاب شوې ده .
په هغې اعلاميه کې چې په همدې مناسبت خپره شوې ده دنړۍ له ټولو هېوادونو څخه غوښتل شوي دي چې دپاکې ځمکې د نړيوالې  ورځې په باره کې دې دهېوادوالو  دپوهې کچه لوړه  کړي  اوبايد دځمکې کره چې  الهي امانت دى هيره نه کړي .
ناامنيو او دطبيعي منابعو او ځنګلونو او دشنې فضا نامناسب حالت او له طبيعي سرچينو څخه ناسمې استفادې او په لسګونو نورو نامناسبو چلندونو زموږ په ځمکه کې  دخوندي ژوندانه بهير سخت تر اغيزې لاندې نيولى دى .
دژوندانه دچاپيريال  پلويان په دې ورځ هڅه او هاند کوي چې دځمکې دساتنې په نسبت دعمومي پوهاوي کچه لوړه کړي اوخلک دځمکې پاکوالي او دهغې له ويجاړتيا او ککړتيا  څخه ډډې  کولو ته وهڅوي .
دغه راز دژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي اداره جوماتونو او حسينيه و له ټولو درنو عالمانو، خطيبانو ، استادانو، پوهانو ، مدني ټولنې او رسنيو څخه په درناوي سره هيله کوي چې  په پراخو تبليغاتو سره  دې دخلکو دپوهې کچه لوړه کړي چې خلک دځمکې په پاک ساتلو لاس پورې کړي او دککړتيا مخه ونيسي او دنباتي فرش په ساتنه اوڅارنه کې هڅه او هاند وکړي او پرې نږدې چې ځمکه له دې زياته ککړه شي .
ځمکه دبشر او دنورو ډول ډول ژونديو موجوداتو لومړنى ټاټوبى دى . چې ټول پکې ژوند کوي او له طبيعيت  سره زموږ  سالمې اړيکې په راتلوونکي کې دبشر دټولو نسلونو دژوندانه  ددوام ضمانت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته