اعلامیهسیاستخبرونهTOP

په افغانستان باندې د پاکستاني الوتکو د تجاوز په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

کابل، د کب ۲۸مه، باختر 

  تېره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت  برمل ولسوالۍ  په لمنه سیمه کې او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو په کورونو بمبار کړی، چې په پکتیکا کې ۶ تنه ۳ ښځینه او ۳ ماشومان شهیدان شوي او یو کور نړیدلی او په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ تنه ښځینه شهیدانې شوې دي.

د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پيښه کې د په نښه کېدو ادعا کوي هغه په پاکستان کې دی، بله دا چې په یاده سیمه کې په دواړو غاړو کې یو قوم اوسېږي، چې ورځنی تګ راتګ او ګنې خپلویانې لري.

د افغانستان اسلامي امارت یاد بريدونه په کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان په حریم تجاوز او تېری بولي.

د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تېري اجازه نه ورکوي.

پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرې نږدي، چې د پوځ څو تنه جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره د تېرو شلو کلونو په څېر د نورو جهتونو د ګټو لپاره خپلو غلطو سیاستونو ته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

پاکستان باید پخپله خاوره کې د پېښو د نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي ځکه

داسې پيښې خورا بدې پایلې درلودلی شي، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.

د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د چا امنیت خراب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته