امنیت

پنځلس وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
دوسله والو طالبانو د ډلې دپنځو تنو سرګروپانو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په لوګر ولايت کې ووژل شول .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح دباختر آژانس خبريال ته وويل: د ٣٠٣ ځانګړې قطعې منسوبينو دمحمد آغې ولسوالۍ دسرخاب په سيمه کې عمليات دهوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره کړي چې له امله يې دقارى هلال ، قاري جليل په ريحان مشهور ملا قيوم ، ملا ثمر الدين ،مختارو په کوچى مشهور پاچاخان په نومونو دوسله والو طالبانو سرګروپان ووژل شول او دهغوى په لسګونو تنه همکاران ټپيان شول.
صالح زياته کړه: دغه سرګروپانو په لوګر ولايت کې په تروريستي او ورانکارو بريدونو کې لاس درلود .
ويل کيږي په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو يوه پيکا ، يو توغندى ،لور کلاشينکوفونه ، يو ځانمرګى واسکټ دتوغندي لس ماينونه او دوه مخابرې هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز په دې جګړه کې دوسله والو طالبانو يو کرولا موټر، يو صرف موټر ، اته موټر سايکلونه ، يو دوه اتيا ملي مترى توپ اويو هاوان له منځه تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته