خبرونهاقتصادټولنه

پنجشېر کې پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي

کابل، د لړم ۳۰ مه، باختر

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د یوې میاشتې په لړ کې پر ۶ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې دي.

د یاد ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي فضل الله دیوبندي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د مرکز بازارک په ګډون په ۷ ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري پر ۶ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.

په ورته وخت کې د یاد ولايت بزګرانو ویلي، چې اصلاح شوي غنم او کيمياوي سرې د دوى د حاصلاتو په زياتوالي کې مهم رول لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته