کابل باختر د غبرګولي څلورمه :
دجمهوري رياست انتخاباتو ته دراي ورکوونکو دنومونو دثبتولو بهير سبا په کابل او دولايتونو په مرکزونوکې پيليږي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دچارواکو دڅرګندونوله مخې ، ټاکل شوې ده ددغه پروګرام له لارې دراي ورکولو په شرايطو برابر څلورو مليونو افغانانوته کارتونه وويشل شي.
دغه بهير دانتخاباتو د ترسره کيدو له وخت څخه دوه اوونۍ مخکې پاى ته رسيږي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نور محمدنور پخواباختراژانس ته ويلي و چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا ددغه بهير دتطبيق لپاره ټول تياري نيول شوي دي .
په افغانستان کې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو انتخابات د ١٣٩٣ کال دوري دمياشتې په شپاړسمه نيټه ترسره کيږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ