خبرونهنړۍ

پر اسرایلو د توغندیو باران؛ د جمعې په ورځ یو بل صهیونست پوځي هم وژل شوی

نړۍ، د وري ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د لبنان حزب الله ډلې پرون جمعه ماښام د اشغالي فلسطین په شمال کې د اسرایلي پوځ دوه اډې په نښه او په توغندیو ویشتې دي.

راپورونه زیاتوي، چې صهیونست حکومت دغه راز په ګنو نورو سیمو کې هم د خطر زنګونه فعاله کړي او تر نن سهار پورې هم اسرایلي پوځ او خلک په وېره کې پاتې شوي وه.

تازه بریدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویل کېږي بریدونه مخامخ په هدف لګېدلي دي.

ورته وخت کې د اسرایلو پوځ ویلي، چې پرون جمعه یې په غزه کې له فلسطیني جهادي ډلو سره مخامخ جګړه کې یو بل پوځي هم وژل شوی دی.

دې سره د رسمي شمېرو له مخې د ټولو وژل شویو اشغالګرو پوځيانو شمېر ۶۰۱ تنو ته ورسېده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته