امنیت

په فاریاب کی دپنځلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کیدل

کابل باختر دتلی اتمه
په فاریاب ولایت کی ددریو ډلو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دفاریاب ولایت دپولیسو دمطبوعاتی دفتر مسوول دباختر آژانس خبریال ته وویل :دغه وسله وال طالبان تیره شپه دقیصار ولسوالی په ارکلیک سیمه کی دهوایی ځواکونو دبریدونو له امله دمولوی عبدالحی ،ملا جمعه ،او ملا عبدالبصیر په ګډون پنځلس تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپیان شول .
ویل کېږی وژل شوی او ټپیان کسان دوسله والو طالبانو په سری قطعی پوری اړوند دی ،چی ددوی یوه اندازه  جنګی وسایل هم دپوځیانو لاس ته ورغلی.
یوه شپه مخکی هم شل تنه وسله وال طالبان دپوځیانو په هوایی برید کی ووژل شول او لس تنه نوروسله وال طالبان . ټپیان شول .
پای شکریه خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته