خبرونهټولنهTOP

پرون له پاکستان څخه ۱۷۲۸ او له ایران څخه ۱۸۶۰ افغان کډوال هېواد راستانه شوي دي 

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون له ایران او پاکستان څخه د زرګونه افغان کډوالو د بېرته راستنېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت په خپله اکس پاڼه ليکلي چې پرون د اسلام قلعه بندر له لارې له  ايران څخه یو زر او ۸۶۰ تنه افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دغو کسانو له ډلې څخه ۳۴۱ تنه د مرستو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان ته د مرستې په موخه ورپېژندل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې پرون د تورخم او سپین بولدک بندرونو له لارې له پاکستان څخه نږدې ۲ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې پرون د سپین بولدک له لارې د کډوالو ۲۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر يې یو زر او ۹۸تنه کېږي هېواد ته راستانه شوي او یاد شمېر کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو په موخه همکارو موسسو ته ورپېژندل شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپل راپور کې همدارنګه ویلي، چې پرون د تورخم له لارې د افغان کډوالو ۱۲۴ کورنۍ، چې د وګړو شمېر یې ۶۳۰تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې او د مرستې په موخه همکارو موسسو ته ورپېژندل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته