ټولنه

په سمنګانو کې له اووه سوه پنځوسو زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٠ :
دافغانستان لپاره دسعودي عربستان دهمکاريو دکميټې له خوا په سمنګانو ولايت کې دوروستيوسيلاوونوله امله  په ٨٥٠ زيانمنو شويو اومستحقو کورنيو  دمرستې مواد وويشل شول.
دافغانستان لپاره  دسعودي عربستان دهمکاريو دکميټې    دهيئت مسوول  فضل الهادي دباخترآژانس خبريال ته  وويل : په دې مرسته کې   ٢١٧٥ ټنه خوراکي توکي  او ٧٥٠ شړۍ  شته چې ټوله بيه يې  ٦٥٠ زره امريکايي ډالره بلل شوي دي. 
ده وويل  چې په دغو توکو  کې  وريجې ، لوبيا ، بوره ، غوړي ، شين چاى او شړۍ شته  .
دغه مسوول وويل چې دغه توکي  دسمنګانو په ولايت کې دافغاني سرې مياشتې  دنمايندګې درياست په همکارۍ په هغو کورنيو وويشل شول چې دروان کال  دثور  او غبرګولي په مياشتو کې  دسيلاوونو دراوتلو له امله زيانمنې شوې وې .
دغه مسوول زياته کړه   چې دوى  ددغه پروګرام له لارې   دهېواد دشمال  په پنځو ولايتونو بدخشان ، بغلان ، سمنګان ، فارياب  او جوزجان کې د ٣٧٥ زره امريکايي ډالرو  په ټول ارزښت  دسيلاوونو له امله  دپنځه زره کورنيو او بيوزلو کورنيو لپاره  خوراکي  توکي  اولګښتي مالونه پام کې نيولي دي  چې دويش کار يې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته