خبرونهنړۍ

پاکستان کې د ایتلافي حکومت د جوړولو هڅې روانې دي

نړۍ, د سلواغې ۲۳ مه, بهرنۍ رسنۍ
وروسته تر هغې، چې د پاکستان په ټاکنو کې یو ګوند هم غوڅ اکثریت رایې ترلاسه نکړې، د مسلم لیګ ګوند د رییس نواز شریف ورور او پخوانی لومړی وزیر شهباز شریف د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو سره کتلي او د ګډ حکومت د جوړولو پر سر یې ورسره خبرې کړې دي.
خو د عمران خان تحریک انصاف ګوند، چې له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو یې اکثریتې څوکۍ ګټلي، وایي، ګټه یې تر دې هم زیاته ده، خو درغلۍ ورسره شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دغو ټاکنو تحریک انصاف ګوند رسمي حیثیت نه لري او ګټلې څوکۍ هغو نوماندانو ترلاسه کړې دي، چې د دغه ګوند له ملاتړ څخه برخمن دي
ټاکنو کې دوه رسمي ګوندونه مسلم لیګ او د خلکو ګوند په مستقله توګه مخکښ دي، چې ممکن ګډ حکومت جوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته