امنیت

درې تنه موټرچلوونکي د ايران په پوله کې د وسله والوکسانو له خوا وتښتول شول

کابل باختر دکب نولسمه :
ناپيژندل شويو وسله والو يرغلګرو د بار وړونکي موټرو درې تنه چلوونکي له ايران سره پولې ته څېرمه له فراه ولايت څخه وتښتول .
  يرغلګرو پرون په دغو موټر چلوونکي کله چې له ايران سره پولې ته څېرمه دپشت کوه په ولسوالۍ کې  روان و، يرغل وکړ .
د پيښې يو عيني شاهدوايي چې يرغلګرو د دغوموټر چلوونکو درې باروړونکي موټرونه وسوځول او هغوى له ځان سره بوتلل .
د فراه ولايت يوه امنيتي مقام له باخترآژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
  تر اوسه پورې د دغې پيښې علت نه دى روښانه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته