کابل، د غوايي١٨مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني د تياتر له يو شمېر هنرمندانو او د رسانه يي بنسټونو له مسوولينو سره وکتل.
په دې کتنه کې د هرات د تياتر هنرمندانو وويل چې دوى د دغه ولايت په ختيځو ولسواليو کې د يو لړ پروګرامونو د اجرا کولو په موخه د سفر نيت لري.
د هرات د تياتر مدير فريدون فکوري وايي چې اوس د هرات امنيتي حالت ښه دى، دوى غواړي چې د هرات ختيځو ولسواليو ته لاړ شي او د دغو ولسواليو خلکو ته هنري نمايشات اجرا کړي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ فکوري د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس څخه وغوښتل چې دغو ولسواليو ته د دوى د سفر زمينه برابره کړي.
په همدې حال کې مولانا نعيم الحق حقاني لرو پرتو ولسواليو ته د هنرمندانو د سفر هر کلى وکړ او ټينګار يې وکړ چې په دې برخه کې له هنرمندانو سره همکاري کوي.
حقاني وايي چې د هرات د ولسواليو خلک د پوهاوي ورکولو او روزنيزو پروګرامونو ته اړتيا لري.
دغه راز د افغانستان د رسانه يي بنسټ رييس مصطفی صديقي د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس سره په کتنه کې د افغانستان د رسانه يي بنسټ د معرفي کولو په ترڅ کې له حقاني څخه وغوښتل چې د رسنيو او خبريالانو د يو لړ ستونزو په حل کولو کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې حقاني وويل چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل کولو په موخه هر اړخيزه همکاري کوي.
مولانا نعيم الحق حقاني ټينګار وکړ چې د خبريالانو او د رسنيو د مسوولينو او د دغه رياست ترمنځ د غونډو جوړول د دې سبب کېږي چې د خبريالانو او د رسنيو ستونزې ډېر ژر حل شي.
\ ج