ټولنه

د روژې په را رسيدو سره ترافيکي پېښې دوه برابره شوې دي

ترينکوټ باخترد غبرګولي د میاشتې ۱۴ مه
د روزګان ولايت روغتیایي مسوولین وایي: د روژې د مبارکې مياشتې په رارسېدو سره په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو ګراف لوړ شوی دی.
د روزګان د ترینکوټ ښار اوسیدونکي وایي چې د زورواکو او پوليسو له خوا د ترافيکي قوانينو نه مراعتول د ترافيکي پېښو د ډېروالي لامل شوي دي.
د روزګان د ترافيکو مدیر سمونوال عبدالکبیر جرئت له باختر آژانس سره په خبروکې تائيد کړه چې زیاتره ترافیکي پیښي د پولیسو، زورواکو او یا هم د کم عمره موټرچلوونکو له خوا څخه تر سره کیږي.
جرئت زياتوي چې د ترافیکي قانون د پوهاوي او مراعات په موخه یې خلکو ته د عامه پوهاوي بیلا بیل پروګرامونه پر لاره اچولي دي.
له بلې خوا د روزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي وايي چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې یو سل او پنځه اتیا تنه چې د بیلا بیلو ترافیکي پیښو پر مهال ټپيان شوي وو؛ ولایتي روغتون ته د درملني په موخه ور وړل شوي چې له دې جملې څخه درې ویشت تنه یې د روژې د میاشتې له پيل څخه تر اوسه پورې ور وړل شوي دي.
توخی زیاتوي چې د دغو کسانو زیاتره برخه یې ماشومان او تنکي ځوانان دي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته