سیاست

يو انتخاباتي اتحادجوړ شو .

کابل باختر دوږي  اوومه :
څوګوندونو او ائتلافونو نن په کابل کې يو انتخاباتي اتحاد جوړکړ .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه اتحادڅرګندوي چې په نږدې راتلونکي کې به دجمهوري رياست د انتخاباتو لپاره يو واحد نوماندى معرفي کړي .
ددغه اتحاد جوړونکو غړو يو داسې موافقه ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې به ددغه اتحاد راتلوونکي پاليسۍ او تګلاره مشخصه شي او قدرت به د دوى ترمنځ وويشل شي .
دغه راز يوشمېر نور ګوندونه اوسياسي شخصيتونه د نظريو دڅرګندولو په ترڅ کې دغه انتخاباتي اتحاد بشپړ نه بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته