امنیت

د کابل- جلال آباد پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې ۴ کسان ټپيان شول

کابل/ د وري ۱۶ مه/ باختر
نن سهار شپږ نیمې بجې د کابل – جلال آباد پر لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په خیرو خېلو سیمه کې یوې بکسې او خاورموټر ټکر کړی دی چې له امله یې ۴ کسان ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزی وايي چې ټپيان روغتون ته استول شوي؛ خو د یو ټپي روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د ټکر لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته