خبرونهامنیت

يوه مېرمن په سرپل کې ووژل شوه

۳۷- کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
يوه مېرمن تېره شپه سرپل کې د کورني تاوتريخوالي له امله ووژل شوه او ميړه يې ټپي شو.
د سرپل پوليسو وياند نوراقا فيضي باختر آژانس ته وويل: دغه مېرمن د سرپل ښار په امام خرد سيمه کې هغه وخت ووژل شوه چې ميړه يې له خپل ورور سره لفظي شخړه وکړه او له هغه وروسته د کلاشينکوف په ډزو ووژل شوه.
په دې نښته کې د وژل شوې مېرمن خاوند ټپي شو او هغه کس چې د دې وژنې سبب شو، له سيمې وتښتېد.
ويل کېږي ددغې پېښې د اصلي عامل د نيولو په خاطر د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.
په روان کال کې د سرپل د ښځو چارو په رياست کې د وژنې ١٧ او د ښځو د ځان وژنې ٦ موارد ثبت شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته