کابل، د زمري ۵ مه، باختر
د ننګر په اچین ولسوالۍ کې پرون د اشخیل کاریز د بیارغونې چارې پيل شوې.
د دغه کاریز په بیا رغولو سره د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د یاد کاریز د بیارغونې لپاره سویډن کېټې ۸ سوه زره افغانۍ مرسته کړې، چې د دغه کانال سربېره دوه استنادي دېوالونه هم جوړېږي.
د ننګرهار یو ځايي چارواکی وايي چې د یاد کانال په بیارغونې سره د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو اوبه برابرېږي، له بلې خوا بزرګرانو هم د دغه کانال په بیارغولو خوښي څرګنده کړې ده.
ع